.ملي امنیت کابل کې د انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله ونیوله
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال، د انسان تښتوونکو ۷ کسیزه ډله نیولې ده.
له ملي امنیت عمومي ریاست خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو څخه درې میله کلاشنیکوف هم تر لاسه شوي دي.
نیول شویو انسان تښتوونکو تېره اوونۍ د علم زېب په نوم یو صراف چې له کابله بغلان ته په لار و، د کابل ـ پروان له لویې لارې کوز کړی و، بیا یې له ځانه سره قره باغ ولسوالۍ ته انتقال کړی و، چې د بېرته خوشې کولو بدل کې يې ۵ لکه امریکايي ډالر غوښتل.
ملي امنیت وايي، صراف یې هم د دوی له منګولو آزاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.