روسیه هڅه کوي چې ایران هم افغان سوله کې د مهم لوبغاړي په حیث ولوبوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران کولی شي لکه د چین، روسیې او امریکا په څېر رول لوبوي او اړتیا ده چې افغان سوله کې ونډه ورکړل شي.
له دې سره اجرایه ریاست هم د سولې پروسه کې د سیمې او نړۍ هېوادونو رول مهم بللی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې ایران هم د روسیه چین او امریکا په څير د افغانستان دسولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي.
سرګي لاوروف داسې ویلي ((روسیه علاقه لري چې ایران هم د روسیې٬ چین او امریکا په څیر د افغان سولې پروسې برخه شي٬ او دا یو امیدوار کوونکی انتخاب دی.))
د حکومت اجرایه ریاست د سیمي او نړۍ هیوادونو همکاري د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم ګني او د هر هغه هېواد د رول هر کلی کوي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یې ترسره کوي.
تحلیل دادی چې یوازې روسیه٬ چین٬ امریکا او پاکستان له طالبانو سره اړیکي نه لري بلکې ایران هم له طالبانو سره پراخې اړیکي لري او کولای شي چې د سولې په پروسه کې ورګډ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کار کوي چې د افغان سولې لپاره او په ځانګړي ډول د امریکا د او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پيل لپاره هغه فرمټ غښتلی کړي چې د سیمې او نړۍ لپاره یې مهم بولي.
د دې فرمټ په جوړښت کې روسیه، امریکا، چین او پاکستان ګډون لري او روسیه هڅه کوي چې ایران هم پکې ورګډ کړي.