د بشر حقونو د څار ډلې وروستی راپور وايي د ملي امنیت په ګډون افغان ځواکونه چې له محکمې پرته وژنې او بریدونه کوي نیغ په نیغه ور سره د امریکا استخباراتي ادارې ملاتړ دی.
دغه څار ډله چې نن پنجشنبه یې تازه راپور خپور کړی، وايي، ۱۴ داسې قضیې یې څیړلي چې سي ای ای اداره پکې د افغان ځواکونو د تاوتریخوالي تر شا موجود وه.
د بشرحقونو دغه راپور هغه قضیې څیړلې دي چې د ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې پیښې شوې دي.
اخوا د سي ای ای ادارې ویاند وايي افغانستان کې د هغوی ټول عملیات د قانون او اصولو په رڼا کې شوې دي.
افغان حکومت بیا ددغه راپور په تړاو له تبصرې ډډه کړې ده.