افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، ټاکنو کمېسیون باید پر ټاکنیزې پروسې د خلکو د باور ساتلو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو پایلې په شفاف ډول اعلان کړي.
نیکولاس کي ویلي، افغانان دا ځل نه غواړي چې په ټاکنو کې د ۲۰۱۴ کال تجربې تکرار او یوڅوک دې له بهره راشي او د افغانستان د ټاکنیز مشکل په حل کې دې مرسته وکړي.
نوموړی وایي، داځل هېڅ افغان نه غواړي چې د ملي یووالي حکومت جوړ شي.
د ناټو ملکي استازي د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، افغان سوله کې د سیمې هېوادونه مرسته کولی شي خو د هغه په خبره یوازې بین الافغاني مذاکرات دي چې کولای شي روان کړکېچ حل کړي.
نوموړی وایي، ناټو سازمان د افغان ځواکونو روزنې او مرستې ته ژمن دی، خو په وینا یې د سولې په مذاکراتو کې باید تېرې لاس ته راوړنې وساتل شي او د خلکو غوښتنې له پامه ونه غورځول شي..