کابل ته د خلیلزاد سفر د امریکايي بندیانو ته خوشې کېدو لپاره و.
کابل ته د خلیلزاد سفر د سولې په تړاو نه بلکې د امریکایي بندیانو د خوشې کیدو لپاره و او افغان حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې نن کابل کې خبریالانو ته مالومات ورکول، ډاډ وښود چې د سولې په تړاو اوه ماده ییزه طرحه یې تلپاتې سولې ته رسوي او په دې برخه کې نړیوال ملاتړ لري.
محب له چین هېواد مننه کړې چې د سولې په تړاو د غونډې چمتووالی نیسي او په دې غونډه کې ګډون یې تایید کړی.
محب طالبان چلنج کړي چې ماتې یې خوړلې او ځینې ډلې یې پاشل شوي او له داعش سره یو ځای شوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې نن یې کابل کې له رسنیو سره خبرې کولې کابل ته د زلمي خلیلزاد وروستی سفر د هغو بندیانو د خوشې کیدو لپاره یاد کړ چې د طالبانو زندان کې دي.
محب د سولې پروسې ته په اشارې هغه طرحه یاده کړه چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره چمتو کړې ده.
محب د چین د ناستې په تړاو له چین هېواد مننه کړې چې د سولې په تړاو یې د غونډې جوړولو چمتووالی نیولی او په دې غونډه کې یې ګډون تایید کړی.
محب یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه کړې چې د پردیو په انحصار کې دي او ځینې قومندانان یې له داعش سره یو ځای شوي دي.
حمدالله محب په دې خبري کنفرانس کې چې د حکومت رسنیو مرکز کې جوړ شوی و، ډاډ وښود چې طالبانو سږ کال سخته ماتې خوړلې او هغه پلانونه چې د ولایتونو د سقوط لپاره یې نیولي و، له منځه تللي او زیاتې نورې سیمې له کنټرول وتلي دي.