له کابل وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی او د لومړي وزیر عمران خان سره یې لیدلي دي.
د پاکستان حکومت ویلي، دغه لیدنه کې عمران خان افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د سولې پر ټينګښت ټینګار کړی دی.
لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا امریکا ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره مرسته کوي.
عمران خان افغانستان کې د جګړې په ټولو ښکیلو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي.
عمران خان ویلي، افغانستان او سیمه کې امن او ثبات د پاکستان په ګټه دی.
تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد کابل کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي، محمد یونس قانوني، محمد محقق، سید منصور نادري، او یو شمېر نورو علماؤ او د پوهنتون له استادانو سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې سوله د افغانستان لپاره مهمه بلل شوې او د سولې خبرې ځنډېدو په تړاو اندېښنې هم شریکې شوي دي.
خلیلزاد، له حامد کرزي او نورو سیاسیونو سره خبرې کړي چې څنګه کېدای شي د جګړې ښکیلو غاړو ترمنځ دایمي اوربند رامنځته کړي.
حامد کرزي او سیاسیونو له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلېدو په تړاو ملاتړ ښودلی او له خلیلزاد یې غوښتي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ ته د دوی پیغام ورسوي چې له طالبانو سره خبرې بیرته پیل کړي.