دننګرهار پولیسو روداتو ولسوالۍ کې دداعش ډلې دوه ملګري نیولي دي.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د داعش ډلې دوه همکاران ونيول شول.
د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پولیسو دوه تنه داعش وسله والو سره د اړيکو په تور ونيول.
د مالوماتو له مخې یاد کسان اصلي د کونړ ولايت د شيګل ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
داعش او نیول شویو کسانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.