اجرایه رییس ټینګار لري چې د سولې لپاره په لاس راغلي فرصتونه نباید له لاسه ووځي.
ډاکټر عبدالله ډاډ ښودلی چې اوس د تېر هر وخت په پرتله نړیوال د افغان سولې راوستو ته ژمن دي او باید په دې برخه کې ګډو واضح دریځ رامنځ ته شي.
ډاکټر عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې د سولې د خبرو سربیره د ټاکنو په رڼو پایلو هم ټینګار وکړ .
له ټاکنو وروسته دا دویم ځل دی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه رابلل کېږي، هغه غونډې چې د کمپاینونو پرمهال دریدلې وې.
دلته ډاکټر عبدالله تر ټولو زیات د ټاکنو په رڼو پایلو او افغانستان کې د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ، هغه سوله چې اوس تر بل هر وخت فرصتونه زیات شوي چې افغانان ورته ورسیږي.
د سولې د ټینګښت سره وزیرانو شورا کې ټاکنیزو کمیسیونونو هم غږ اوشو چې خپل استقلالیت په پام کې ونیسي او رڼې پایلې اعلان کړي.
وزیرانو شورا کې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزارت وزیر صلاح الدین رباني او نرګس نهان د کانونو او پټرولیم وزارت وزیرې استعفاوو باندې اندیښنه ښودلې او د ملي یووالي حکومت په وروستیو ورځو کې یې دا پریکړې مناسبې نه دي بللي.