کوټ ولسوالۍ کې په یو ښوونځي کې چاودنه شپږ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ننګرهار کوټ ولسوالۍ په میترانو سیمه کې چاودنه شوې ده
باوري سرجېنې شمشاد ته ویلي، پېښه ولسوالۍ سره نږدې په یوښونځي کې شوې چې تازه یې د رغولو چارې روانې وې.
سرچېنه وایې، په پېښه کې د ښونځي جوړوونکو له ډلې یوکس وژل شوی او پینځه نور ټپیان دي
سرچېنې د ځینو ټپیانو وضعیت نازک ښودلی دی.
د ننګرهار ولایتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او کومې ډلې یې هم مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.