له شته ستونزو سره سره په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳۰۰ ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
سوداګرۍ خونې ويلي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳ سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي.
تیره ورځ د سوداګرۍ خونې د پراختیا رئيس میرزمان پوپل ویلي، اوس د یو کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده.
میر زمان ویلي، چین ته د جلغوزیو صادرات له دغه هېواد سره د هوایي دهلیز له پرانستې وروسته ښه شوي دي.
دغه راز سوداګرۍ خونې ویلي، هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د جلغوزیو بازار د پام وړ دی.