له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان دترهګرۍ سره د جګړې لومړۍ کرښه کې دی.
افغان حکومت وايي د نړیوالۍ ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېوادونو همکاري اړینه ده.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې لومړۍ کرښه کې دی او له دې درکه یې درنه قرباني ورکړې او اوس هم د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.
ولسمشر غني وايي، ترهګري نړیوال امنیت او ثبات ګواښي نو ځکه نړیوالو ته په کار ده چې ددغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره سره متحد شي.
افغان حکومت د ابوبکر البغدادي وژل کېدل یو مهم ګام بللی دی او په خبره یې د ترهګرو ډلو د مشرانو په وژل کېدو د دوی په فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راځي.
ولسمشر غني وايي په دې سره به په افغانستان او سیمه کې هم وضعیت مثبت لوري ته بدل شي خو لا هم د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې یووالي او ګډ دریځ ته اړتیا ده.