د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی دی.
زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت په دوام یو ځل بیا کابل ته راغلی او دلته یې له افغان ولسمشر او اجرایه رییس سره لیدلي.
ارګ وایي، خلیلزاد د سولې په تړاو وروستیو فعالیتونو په تړاو ولسمشر غني ته مالومات ورکړي دي.
خلیلزاد کابل ته له راتګ وړاندې مسکو کې د څلور اړخیزې غونډې ګډونوال و، هغه غونډه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بيا پيل غوښتنه پکې وشوه.
کابل کې سیاسیون بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهایي شوې هوکړې لاسلیک باندې ټینګار لري.
خلیلزاد یکشنبه غرمه له اجرایه رییس سره لیدلي او د سولې پروسې څرنګوالي باندې یې خبرې کړي دي.
طالبانو سره د خلیلزاد لس میاشتو خبرو کومه پایله ور نه کړه، خو اوس ښکاري چې دا خبرې بیا پیلېدونکې دي.
خلیل زاد کابل کې خپلې لیدنې سیاسیونو سره پیل کړي چې د سولې په برخه کې د حکومت منتقدین پاتې شوي دي.
د اسلامي محاذ مشر وایي، د امریکا او طالبانو خبرې پای ته رسېدلي اوس باید توافق لاسلیک شي.
د سولې خبرو ته د امریکا بیا راګرځېدو هیلې ډېرې کړي چې خبرې به په یو نوي قوت پیل شي چې پایله به ورکړي.
مشرانو جرګه کې ټینګار په دې ده چې افغان حکومت داځل باید د خبرو شریک شي چې مخکې څنګ ته وه.
تمه کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا استازی قطر کې هم طالبانو سره وګوري خو په دې اړه رسمي څه نه شته چې ایا خلیل زاد طالبانو ته ورځي او کنه خو اوس له سیاسیونو سره په سلا مشور بوخت ښکاري.