د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د ژر پیلیدلو پر اړتیا ټینګار کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره هم باید د هېوادونو ګډې هڅې روانې وي.
د مسکو څلور اړخیزه ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مارګولف له امریکا غوښتي، چې له افغان طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.
د دې ناستې ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د جګړې له ښکیلو اړخونو غوښتل شوي چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او د سولې خبرو ته لاره برابره کړي.
دوی د اوربند تمه ښودلې او د باور جوړولو لپاره له طالبانو او افغان حکومت غوښتنه شوې چې یو د بل یو شمېر بندیان ازاد کړي.
له افغان حکومت او طالبانو غوښتل شوي چې د القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو ته اجازه ور نه کړي چې له افغانستان د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.