سږ کال د جلغوزیو تولیداتو کې لس سلنه ډېر والی راغلی.
د کرنې وزارت مالومات ښيي چې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې جلغوزیو د تولید سطحه لوړه شوې او د ځنګلونو د احیا لپاره یې نوي پروګرامونه پلي کيږي.
بل لور ته د طبیعي سرچینو ریاست وايي؛ د جلغوزیو د ځنګلونو دترویج او د قاچاق مخنیوي لپاره یې اغېزمن کارونه شوي خو د پروسیس برخه کې یې ستونزې شته.
د افغانستان سویل ختیځ کې پکتیا، پکتیکا او خوست هغه ولایتونه دي چې د افغانستان اتیا سلنه جلغوزې تولیدوي.
د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې په یادو ولایتونو کې سږ کال د تېر کال په پرتله د جلغوزیو تولیداتو کې لس سلنه ډېروالی راغلی.
دغه وزارت په پام کې لري چې د جلغوزیو د ځنګلونو د احیا لپاره نوې پروژې پلي کړي.
د طبیعي سرچینو ریاست وايي؛ په هېواد کې د جلغوزیو او پستو د ځنګلونو د احیا لپاره روان کال کې شپږ اعشاریه شپږ میلیونه ونې نهال شوي او د پراخیتا لپاره یې اغېزمن کارونه ترسره شوي .
خصوصي سکټور وايي؛ په صنعتي بڼه د جلغوزیو د پروسیس لپاره ظرفیت شته خو د جلغوزیو د ضایعاتو څخه د مخنیوي لپاره یې ځينې چارې په سنتي توګه ترسره کيږي.
تېر کال له درویشت سوه ټنه تولید شویو چلغوزو نه شپاړس سوه ټنه جلغوزې د هوايي کوریډور له طریقه چین ته لېږدول شوي. د کرنې وزارت وايي؛ تمه لري د جلغوزیو ځنګلونو پراختیا سره د هیواد کې د جلغوزیو د تولید کچه لوړه کړي.