مسکو د څلور اړخیزې او چین د افغان سیاسیونو د ناستې کوربه توب لپاره چمتووالی نیولی.
د افغان سولې لپاره د امریکا استازی بیا په سفر راوتلی ، هغه سړی چې د لسو میاشتو خوارۍ یې امریکایي ولسمشر په یو ټویټ له منځه یوړه، خو داسې ښکاري چې خلیل زاد لاهم په خپل قوت پاتې دی.
خلیلزاد به د مسکو په څلور اړخیزه ناسته کې برخه واخلي چې د روانې اونۍ په پای کې جوړیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې داسې راغلي (( زلمی خلیلزاد بروکسل ، پاریس، اروپایي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو له استازو سره پر دې خبرې کوي چې څه ډول په افغانستان کې د سولې لپاره د پیل شویو هلو ځلو سره مرسته وشي، هغه به مسکو کې هم په ناسته کې ګډون وکړي.))
تمه ده چې د ناتو دفاع وزیرانو په جوړېدونکې ناسته کې چې ټاکل شوې سبا بروکسل کې جوړه شي، هم د افغاستان د سولې او جګړې په اړخ ځانګړی بحث وشي.
د ناټو سرمنشي سره په لیدنه کې خلیل زاد د سولې پرسر خبرې کړي چې امریکا طالبانو سره درولي دي.
ناټو د سولې د خبرو بیا پیل ته هیله لري او دایې غوښتنه ده چې د سولې پروسه بیا پیل شي.
د ناټو سرمشي ین سټولټنبرګ داسې وویل (( د افغان سولې په اړه ښاغلي زلمي خلیل زاد ټول مالومات شریک کړل، نو ناټو د افغانستان ملاتړې او په دې هېواد کې د یوه سوله ییز جوړجاړي لپاره د زمینې برابرولو ته لېواله او ژمنه ده.))
د سولې په اړه ټول فعالیتونه له بهر پیل شوي، خو له شاوخوا دوه میاشتني ځنډ وروسته چې امریکا طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک نه کړه سیمه ییزې همکارۍ د دې لامل شوي چې د سولې چانس زیات کړای شي.
ټاکل شوې له مسکو وروسته چین کې هم د سولې په اړه یوه ناسته جوړه شي چې مشري به یې پخوانی ولسمشر حامدکرزی کوي چې د سولې په اړه یې ټاکنو کې برخه وانه خیسته او دا پروسه یې تحریم کړه.