شپږ میاشتو کې شپږ نیم زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په تېرو شپږ میاشتو کې شاوخوا شپږ نیم زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وروستۍ موندنې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۶۱۱ ملکیان وژل شوي دي.
ددغه کمېسیون د مالوماتو له مخې په همدې موده کې ۴۸۷۶ نور ټپيان شوي دي.
دا شمېرې د ۱۳۹۷ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۸ اعشاریه ۳۶ سلنه ډېروالی ښيي.
ددغه ۷۵ سلنه تلفاتو پړه پر طالبانو ، ۳ سلنه داعش او د ۱۱ سلنې پړه پر دولت پلوه ځواکونو ورا چول شوې ده .
د بشري حقونو موندني ښيي چې د ۱۰ سلنه تلفاتو لوری لا هم نه دی مالوم .
افغان حکومت او طالبانو د شوې ادعا په اړه سپیناوی نه دی کړی.