ولسمشر غني د هسې مېنې جومات کې د پېښې قربانیانو له کورنیو سره وکتل.
ولسمشر غني ویلي چې داعش ډله به د شینوارو له سیمې ورکوي.
ولسمشر غني چې هسکې مینې ولسوالۍ ته تللی د تېرې جمعې ورځې د پېښې له قربانیانو سره یې کتلي دي.
ولسمشر په دغې ولسوالۍ کې په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دداعش وسله وال به په بشپړه توګه د شینوارو له سیمې ورکېږي او ددغې ولسوالۍ لپاره به منظم پراختیایي پلانونه جوړېږي.
ولسمشر همدا راز د هسکې مینې او د شینوارو له ولسونو مننه کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې قربانۍ ورکړې دي او دغه ډلې یې ماتې کړي دي.
تېره جمعه د لمانځه پر مهال په هسکه مېنه کې په یوه جومات کې چاودنه وشوه، چې په پېښه کې تر ۷۳ پورې کسان ووژل شول او له دېرشو زیات ټپيان شول.
دغه خونړۍ پېښه د نړۍ په کچه وغندل شوه او ټولو نه بښل کېدونکی بشري ضد جنایت وباله.