ملي امنیت په کابل کې د ورانکاره کړنو وسله واله درې کسیزه ډله ونیوه.
د ملي امنیت خاصو ځواکونو د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د ورانکاره کړنو درې کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت وايي، نیول شوي کسان احمد ذکي مشهور په ذکي کمانډو، نوید مشهور په مومن او حسیب الله نومیږي چې د ډلې مشري احمد ذکي کوله.
نیول شویو کسانو سره شپږ میله وسله هم نیول شوې او اعتراف یې کړی، چې مخکې یې د رییس عبید ډله کې فعالیت کوه.
نیول شویو کسانو منلې، چې په وسله والو غلاوو، انسان تښتونو، باج اخیستو او نورو جرمونو کې یې لاس درلود.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې وسله والو غلاوو او انسان تښتونو کې یې لاس درلود او د یو خصوصي پوهنتون له ښځینه و محصلینو به یې باج اخیسته او ځینې به یې جنسي اړیکو نیوو ته مجبورولې.