د امریکا سنا جرګې ځینو غړو د طالبانو او زلمي خلیل زاد د سولې مذاکراتو د بیا پیل په تړاو خوشبیني ښودلې ده.
سوسن داویس او د امریکا بهرنیو اړیکو کمېټې یوه بله غړې چې په دې ورستیو کې یې افغانستان ته سفرونه کړي وايي، ممکن د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي خو دوی د سولې پروسه کې د ټولو خواوو پر ګډون ټینګار کړی.
پر همدې مهال د امریکا د سولې انسټیټیوټ ریيس وايي، چې افغانان اوس تر بل هر وخت ډېر سولې ته اړتیا لري.
د سولې مذاکراتو بیا پيل ته د امریکا د کانګرس د غړو خوشبیني داسې مهال ده، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته ژمنه ده.