د میوند ولسوالۍ په یو جومات کې د چاودنو مخنیوی وشو.
ځانګړو افغان ځواکونو د کندهار په میوند کې په يوه جومات او کور کې د چاودنو مخه نیولې
د کندهار د والي ویاند بهير احمدي وایي وسله والو د ميوند ولسوالۍ د سره بغل د کانټنر بازار په سيمه کې په یوه جومات او يو کور کې چاوېدونکي توکې ځای پر کړي وو، چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
احمدي وايي په دغو عملياتو کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند وایي په دغو عملياتو کې ملکي او پوځي کسانو ته زيان نه دی اوښتی.
طالب وسله والو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.