د لومړنیو پایلو د اعلان له ځند سره اندیښنې شته چې نهايي پایلې به زیانمنې کړي .
پرټاکنو د څار بنسټونه وايي، که ټاکنې دویم پړاو ته ځي د لومړنیو پایلو ځنډ کولای شي چې ترسره کول یې په ژمي کې ناممکن کړي .
ټاکنو کمیسیون بیا وايي، ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او که لاړې هم شي، پوره چمتوالی ورته نیول شوی دی.
ټاکل شوې وه شنبه دمیزان په اوویشتمه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي خو ټاکنو کمیسیون د تخینکي ستونزو له امله دغه پروسه ځنډولې .
اوس پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي د لومړنیو پایلو د اعلان د ځنډېدو له امله ټاکنو کمیسیون به ونه شي کولای چې وروستۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي.
د فیفا بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید وايي د پایلو د اعلان ځنډ یو زیان دا هم دی که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي د سړې هوا له امله به ترسره نه شي.
خو د ټاکنوکمیسیون د مالوماتو پر اساس ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي او که لاړې هم شي نو د ټاکنو کمیسیون یې ترسره کولو ته چمتو دي .
د ولسي جرګې غړو بیا ټینګار کړی چې وروستۍ پایلې دې نه ځنډول کیږي او باید پرخپل وخت اعلان شي .
یوه اندیښنه دا هم ده چې د ټاکنو د پایلو د اعلان ځند هغو کسانو او ځینو استخباراتي کړیو ته فرصت برابروي چې غواړي دغه پروسه ګډوډه او یو ځل بیا افغانان په ولسواکۍ بې باوره کړي.