د پکتیا په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د حقاني شبکې وسله والو باندې هوايي بریدونه شوي.
د پکتیا په زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې جلا هوایي بریدونو کې د حقاني شبکې شپږ وسله وال وژل شوي.
د ملي امنیت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې دوه رینجر موټر چې له چاودیدونکو توکو ډک وو له منځه وړل شوي.
تېره شپه سیدکرم ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې هغه رینجر موټر له منځه وړی چې له چاودیدونکو توکو ډک و او سیدکرم ولسوالۍ یا هم ګردیز ښار کې یې د برید نیت درلود.
خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې دغه رینجر موټر د سیدکرم ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مولوي پاچا مشهور په احمد او د حقاني شبکې قوماندان حاجي مشهور په سنګري له لوري د برید لپاره چمتو شوی و او د حقاني شبکې اړوند دوه وسله وال په کې وژل شوي دي.
د پکتیا ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې تېره ورځ ناوخته بهرنیو ځواکونو د دوی د کشفي راپور پر بنسټ زرمت ولسوالۍ کې هم یو رینجر موټر په نښه کړی چې د غزني ده یک ولسوالۍ ته یې وسلې او چاودیدونکي توکي لیږدول.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه هوایي برید کې د حقاني شبکې څلور وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.