د پاکستان حکومت له افغان حکومت غوښتي چې پېښور کې خپله تړلې قونسلګرۍ بېرته پرانیزي.
پاکستان له افغانستان غوښتي چې خپله قونسلګري بیرته په پېښور کې پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ د تړلو په تړاو اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت یې غوښتي چې دا مسله دې نه سیاسي کوي.
افغان حکومت وروسته له هغې خپله قونسلګري په پېښور کې وتړله چې د پاکستان پولیسو پر افغان مارکېټ چې د افغانستان ملي بانک اړوند کېږي، دوه ځله برید وکړ او بیرغ یې ښکته کړ.
پاکستان ویلي، یو سیمه ییز کس د یاد مارکېټ پر ځمکې دعوا کړې او محکمې د هغه په ګټه پرېکړه کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیصل ویلي، تمه لري چې افغانستان به له خپلې پرېکړې وګرځي او قونسلګري به بیرته پرانیزي.
افغان حکومت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.