زلمي خلیلزاد، له طالبانو سره د سولې په نهم پړاو خبرو کې د ګډون په موخه خپل نوی سفر پیل کړ.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد به کابل کې له افغان مشرانو سره وګوري او په قطر کې به له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي.
خلیلزاد تر دې مهاله له طالبانو سره اته پړاوه خبرې کړي، چې په وروستي پړاو کې دواړو لورو د هوکړې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.