امریکا په افغانستان کې خپل استخباراتي حضور پياوړی کوي.
امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي، خو استخباراتي حضور پیاوړی کوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳زرو راکم کړي، خو یو اغېزمن استخباراتي ځواک به هلته پرېږدي.
ډونالډ ترمپ ویلي، افغانستان کې د امریکا د حضور لامل دا دی چې افغانستان د ترهګرو په لابراتوار بدل نه شي او په وینا یې راتلونکو اونیو کې به ډېر ښه کارونه ترسره او اعلان شي.
ټرمپ ویلي، کولی شي له لږ پوځي ځواک سره وضعیت تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د افغانستان راتلونکی په طالبانو او افغان حکومت پورې اړه لري.
خو هغه ویلي، یوه مسئله باید روښانه شي، او هغه دا چې امریکا به په افغانستان کې اغیزمن استخباراتي حضور ولري.