• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل؛ واده کې ځانمرګي برید پراخ غبرګونونه راپارولي

admin by admin
2019/08/18

دافغانستان ملي امنیت شورا هم په کابل د تېرې شپې پېښه په کلکه غندلې ده .

له ملي منیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه برید د انسانیت او اسلامیت خلاف برید بلل شوی دی.

ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، اروپايي ټولنې او کابل کې د امریکا سفارت دغه برید غندلی دی.

د کابل تېرې شپې په چاودنه کې ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپيان دي.

چادونه تېره شپه د کابل شپږمې ناحیې اړوند  د شهر دوبۍ په نامه د ودونو په تالار کې شوې او د واده ګډونوالو  ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي تراوسه د ۶۳ کسانو وژل کېدل او ۱۸۲ نورو ټپي  کېدل تایید شوي دي.

عیني شاهدان بیا د وژل شوو او ټپيانو شمېر له دې هم پورته بولي.

عیني شاهدان وایي برید شاخوا لس نیمې بجې وشو او تراوسه د برید څرنګوالي په تړاو هم مالومات نه لري.

یوه عیني شاهد ویلي، د سړو ځای کې نږدې هېڅ کس هم سالم نه دی پاتې او په وینا یې ټول سړي یا وژل شوي او یا ټپیان دي.

په دغه سالون کې شاوخوا زر کسان راټول شوي وو.

طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي او برید یې وحشیانه بللی.

‏طالبانو ویلي، د کابل ښار په یو هوټل کې په ملکي خلکو چاودنه او هغوی ته تلفات اړول په کلکه غندي، او په وینا یې دغه ډول وحشیانه قصدې وژنې او ښځې او ماشومان په نښه کول هیڅ ډول توجیه او جواز نه لري.

تر اوسه کومې بلې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د کابل دې برخه کې تر ډېره هزاره وګړي مېشت دي.

نن سهار هم دغه هوټل ته څېرمه د نښلېدونکي ماین چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist