د بریټانیا له لوري د ایران نیول شوې بیړۍ له جبل الطارق ویستل شوې ده.
راپورونه وايي بریټانیا دغه بیړۍ خوشې کړې خو تهران ته نږدې په سواحلو کې اوس هم تر څار لاندې ده.
دغه کښتۍ اوس هم د تهران او لویدیځې برخې ترمنځ په اوبو کې بنده پاتې ده.
د جبل الطارق په اوبو کې سمندري ځواکونو تر اوسه د بیړۍ پر بیرته نیولو څه نه دي ویلي.
خوشې شوې ایرانۍ بیړۍ ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې چې په ازاده توګه تګ راتګ او سوداګري وکړي.
اخوا هرموز تنګي کې د بریټانیا نیول شوې کښتۍ تر اوسه د ایراني سمندري ځواکونو په لاس کې ده او د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا امریکا د ایران د نیولې شوې بېړۍ د نیولو امر کړی.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغې بېړۍ له بندیزونو سرغړونه کړې او د پیسو سپینولو او ترهګریزو چارو کې هم ونډه لري.