ولسمشر اشرف غني وايي، د افغان ځواکونو برکت دی چې واشنګټن او نیویارک خوندي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغان ځواکونو پر هویت او ملي واک به هېڅ معامله ونه کړي.
اشرف غني ويلي، داسې هېڅ یوه هوکړه ورته د منلو نه ده چې په هغه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر هویت او ملي واک معامله شوې وي.
ولسمشر غني وایي، له امریکا او ناټو سره د افغانستان امنیتي او دفاعي تړونونه پر ځای دي او نوي تړون ته هېڅ اړتیا نشته.
هغه وایي، له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې یوازې د اړتیا له مخې نه، بلکې افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي او له برکته یې واشنګټن او نیویارک ښارونه خوندي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د قوت استعمال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو دنده ده او د سولې د تړون تر تصویبېدو دې په جدیت خپلې دندې ترسره کړي.
اشرف غني ویلي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې لپاره به روښانه نړیواله ژمنه وجود ولري او د ګډو ګټو خبره ده چې افغانستان او نړۍ د د همدې ګټو پر بنسټ مخته روان دي.
غني وایي، افغانان به د خپلو ځواکونو د وینې قدر هېڅکله هېر نه کړي او هېڅکله به د دوی پر راتلونکې معامله ونه کړي.