Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشریزو ټاکنو ته د رایې ورکوونکو نوملیکنه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/06/08

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي، نن شنبه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو ملاتړې نوملیکنه پیلېږې چې د سرطان تر اتمې به د شلو ورځو  لپاره دوام وکړي.

د ټاکنو د کمېسون په خبره، ملاتړې نوملیکنه د هغو کسانو لپاره ده چې تازه افغانستان ته ستانه شوي وي، د ټاکنو په ورځ اتلس کاله عمر ولري، تېرو رایه ور کوونکو کې یې نوم نه وي، له یوې حوزې بلې ته کوچېدلي وي یا هم د قانون له مخې له مدني حقونو بې برخې شوي نه وي. 

حوا علم نورستانۍ وویل، هغو کسانو چې خپلې تذکرې سټېکر کړي دي کولای شي د نوم لیکنې مرکزونو ته لار شي او په دې پروسه کې ګدون وکړي.

نوموړې زیاته کړه چې په غزني کې هغه تذکرې د اعتبار وړ نه دي چې پارلماني ټاکنو کې سټېګر شوې وې او باید له سره تذکرې یې سټېکر شي.

نورستانۍ وویل، د نوم لیکنې شمېر ته په کتو به  د رایې ورقې ترتیب شي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې به له پروګرام سره سم د روان کال تلې یا میزان میاشتې پر شپږمه نېټه کېږي.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، د دوی د اټکل له مخې د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لومړنی لګښت به ۱۹۲ میلیونو ډالرو ته ورسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist