Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان د افغان سولې په برخه کې بیا ژمنې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/06/03

پاکستان یو ځل بیا خلیلزاد ته د افغان سولې په برخه کې د ژمنتیا ټټر وهلی دی.

پاکستاني چارواکو له خلیلزاد سره په خبرو کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې د افغانستان موضوع د جګړې په ځای له سیاسي لارې حل کړي.

خو په کور دننه شکونه دا دي چې پاکستان په دې برخه کې خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې او تل په خپلو ګټو او امتیازاتو پسې ګرځي.

د پاکستان ستراتيژیک ملګری چین وايي، د افغانستان په سوله کې هیڅ راز سیاسي ګټه نلري.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره یو ځل بیا د افغان سولې او دلته د رورانې  کشالې د حل لپاره خبرې کړې دي.

پاکستان د تېر په څېر یو ځل بیا په دې برخه کې د ژبې په سر ژمنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي د یوه پلاوي په ترڅ ترڅ کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغان سولې بهیر په تړاو په ګډو همکاريو خبرې وشوې. پاکستان یو ځل بیا سولې ته پر خپله ژمنتیا ټینګار وکړ. له ټولو غاړو وغوښتل شول چې د سیاسي حل لارې په چوکاټ کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

په کور دننه له حکومت نه را نیولې تر سیاسیونو د پاکستان ژمنو جدي نیوکې او شکونه موجود دي.

تحلیل دا دی چې پاکستان د خپلو ګټو په خاطر د افغان سولې په برخه کې هدفي هڅې کوي.

د افغانستان ستونزې چې سیمه کې هم ناکراري رامنځته کړې دلته سوله د هېوادونو او سیمې په ګټه بلل کیږي.

چین وايي، دوی په افغانستان کې سیاسي ګټې نه تعقیبوي.

په کابل کې د چین سفیر یو جان سانګ داسې ویلي (( چین د افغان سولې په برخه کې ډير کار کړی دی، زموږ دریځ په څلویښت کلنه جګړه کې سولییز او اصلاحي وو. موږ په دې هیواد کې هیڅ ډول سیاسي ګټې نه لرو. په افغانستان کې سوله زموږ په ګټه هم ده، نو که افغانستان کې سوله وه ګاونډي هیوادونه به هم ارام وي، چین تل د افغان سولې ملاتړ کوي))

زلمی خلیلزاد په پام کې لري چې له پاکستان وروسته نورو هېوادونو ته چې د افغانستان په قضیه کې دخیل ګڼل کیږي ورشي، د دې تر څنګ به خلیلزاد له طالبانو سره اووم پړاو خبرې هم پيل کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist