کابل کې د محصلینو پر موټر چاودنه شوې ده.
د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیلو سړک کې چاودنه شوې ده.
کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه سهار اته بجې په کاسټر ډوله موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده.
نصرت رحیمي ویلي، چې په پېښه کې یو محصل وژل شوی او لس نور ټپيان دي.
رحیمي وايي، چاودنه د ښوونې او روزنې پوهنتون په محصلینو شوې ده.
د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.











