• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد ته د حمدالله محب سفر!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/29

ملي امنیت شورا سلاکار په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په سیمه‌ییز اقتصادي اتصال او ترهګرۍ ضد مبارزه باندې خبرې کړي.

حمدالله محب له لوړپوړي پلاوی سره تېره ورځ اسلام اباد ته تللی او لومړۍ لیدنه یې د پوځ له مشر قمر باجوه سره کړې.

له دې سره کابل کې شنونکي ټینګار کوي چې د ولسمشر غني څلور کلن فشار پاکستان همکاریو ته اړ کړی او باید ګټه ترې واخیستل شي.

د افغانستان دملي امنيت شورا سلا کار حمد الله محب ،چې تېره ورځ اسلام اباد ته تللی هلته يې د پوځ له مشر قمر جاويد باجوه سره ليدلي.

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه ليدنه کې د افغان سولې په پروسه ، ترهګرۍ سره د مبارزې په همکارۍ او سيمه اييز اقتصادي اتصال خبرې کړي دي.

پاکستان چې د افغان جګړې یو اړخ بلل کیږي، تراوسه د افغان جګړې د پايته رسېدو برخه کې داسې اقدام نه دی کړی چې افغان حکومت او افغانان قانع کړي.

اوس ټینګار دا دی چې پاکستان تر فشارونو لاندې دی او افغان حکومت ته پکار ده چې د دوه اړخیزو همکاریو او ګډو ګټو لپاره ترې کار واخیستل شي.

د ملي امنيت شورا سلا کار سره په دې سفر کې د کورنيو چارو سر پرست وزير مسعود انداربي او يو شمېر نور لوړ پوړي امنيتي چارواکي هم شامل دي.

پاکستان ته د افغان پلاوي دا سفر په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې ټاکل شوې ولسمشر غني هم د لومړي وزير عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته سفر وکړي ؛ خو د سفر کره نېټه يې لا نه ده مالومه.

راپور: محبوب الهی

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې
افغانستان

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي
افغانستان

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

مې 16, 2025

وروستي خبرونه

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist