یوناما په خپل تازه راپور کې طالبان ملامت کړي چې ګنې په غیرقانوني کارونو کې له بندیانو کار اخلي، روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، کمه ډوډۍ ورکوي او له زندانیانو څخه یې د هغوی بشري حقونو اخیستلي دي.
د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي، زه د هغو ادعاوو په تړاو ډېر اندېښمن یم چې خوشي شویو بندیانو کړې دي، هغوی ادعا کړې چې دوی ته روغتیايي اسانتیاوې نه وې، شکنجه کېدل او ځینې ملکي وګړي هم وژل کېدل.
یوناما همداراز د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د زندانیانو انساني حقونه دې مراعات کړي.
د یوناما د بشري حقونو مشر ریچاد بینېت ویلي، ملګري ملتونه د جګړې ټولو ښکېلو خواوو ته ورپه یادوي چې نړیوال بشري حقونه له ټولو اړخونو غواړي چې د هغو کسانو حقونو ته جدي پام وکړي چې یا په جګړه کې په مستقیم ډول دخیل نه دي او یا له جګړې لاس په سر شوي دي.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د یوناما راپور یو طرفه بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی له ازادو شویو بندیانو ناسم مالومات تر لاسه کړي دي.
په اعلامیه کې لیکل شوي یوناما د افغان حکومت او بګرام په زندانانو کې له بندیانو سره په ناړه چلند سترګې پټوي مګر د طالبانو په ضد پروپاګند کوي.