یونسکو غور کې د جام تاریخي څلي د بیارغولو لپاره دوه میلیونه ډالر مرسته کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې ساپۍ په خبره، د روان کال په چنګاښ میاشت کې افغانستان ته یو ایټالوي متخصص راځي څو د دغه منار وضعیت وڅېړي.
نوموړې وايي، یونسکو د دغه منار د بیارغونې لپاره دوه میلیون ډالر مرسته کوي، خو حکومت ته یې د دغه کار د ترسره کېدو لپاره له سل زره څخه تر دوه سوه زرو ډالرو د لګښت ورکولو شرط ايښی دی.
نوموړې زياته کړې ،کابینې هم د ۲۰۰ زرو ډالرو ورکړه تایید کړې ده.
د یونسکو سلاکار عمران خان مقصودي هم وویل، یونسکو د غور ولایت د منار له ویجاړېدو څخه د مخنیوي لپاره دوه میلیون ډالر مرسته کوي.