ارګ د حبیبالله احمدزي څرګندونې بې اساسه وبللې.
ولسمشرۍ ماڼۍ د حبیب الله احمدزي ادعا، چې حکومتي ادارو کې د دندې تر لاسه کولو په موخه له ښځو ناوړه غوښتنې کېږي شخصي غريضه وبلله.
ولسمشرۍ ماڼۍ له سياسيونو وغوښتل د شخصي اغراضو تر لاسه کولو په موخه له شخصيت وژنې ډډه وکړي او ټولې ستونزې د اسنادو له مخې حل کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ حقوقي ټيم به دغه دوسيه په جدي توګه وڅاري او له حبیب الله احمدزي غواړي په دې تړاو ټول اسناد وړاندې کړي.
وروسته له هغې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلا کار حبیب الله احمدزي ادعا وکړه، چې په حکومتي ادارو کې د دندې تر لاسه کولو په موخه له ښځو ناوړه غوښتنې کېږي پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ارګ حقوقي ټيم له لويې څارنوالۍ سره کار کوي چې د حبیب الله احمدزي ادعا په جدي توګه تعقيب کړي او نوموړی دې په دې تړاو ټول اسناد او شواهد وړاندې کړي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، احمدزي دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه، چې په پارلماني ټاکنو کې تر ناکامۍ وروسته يې د بيا مشاورت غوښتنه رد شوه.
چخانسوري وايي، دا ډول څرګندونې افغان مېرمنو ته سپکاوی دی ځکه هغوی په تېرو کلونو کې قربانۍ ورکړي او حق لري، چې د رهبرۍ په کچه دندې تر سره کړي.
هارون چخانسوري دا هم وويل، چې د ملي يووالي حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی او دفاع ترې کوي.











