سولې عالي شورا وايي، قطر کې د سولې خبرو د افغانانو د هېلو سره سم پرمختګ نه درلوده.
د قطر په ادرس د طالب او امریکا د خبرو سربېره په دوحه کې بین الافغاني ناسته هم لغوه شوه، خو په خبرو یې کوم مثبت اغیز و نه کړ ، د سولې په نسبت جګړې زور کړی چې سوله یې تر تاثیر لاندې ده.
د سولې عالي شورا وایي، د قطر په ادرس خبرو د افغانانو د هېلو پر اساس پرمختګ نه درلوده او د جګړې اړخونو خپل پوره زور ازمایلی دی.
خو په امریکا د تحلیل کوونکو نیوکې دي چې مبهم سیاست کوي او طالبان په خبرو کې له نرمښت کار نه اخلي.
قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې تمه وه چې افغانان به له ټولټاکنو وړاندې د سولې برخه کې یقیني زیری ولري چې هېواد کې یې د امریکا او طالب ترمنځ اوږده جګړه نوره پای ته رسیږي.
که څه هم قطر کې اووم پړاو خبرو لپآره تمه ښوول کېږي چې د روژې په پای کې به پیل شي خو شپږ پړاو خبرو خو سم لاسي داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مسایل پېچلي دي.
د سولې خبرو له شاتګ وروسته جګړې په داسې بڼه زور کړی چې په لویو ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او په ډېرو سیمو کې یوځل بیا پوستې او ولسوالۍ یو بل ته لاس په لاس کېږي.
دا د جګړې په میدان وروستی زور ازمایل دي چې په جګړه کې ښکیلې ډلې یې تجربه کوي.
افغان سوله چې د ډېرو هېوادونو په میز پرته مسله ده اوس د سلیقوي سیاستونو له امله زیاته پېچلې شوې ښکاري.