Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا؛ د ولسوالیو امنیه قومندانانو ته خبرداری!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/23

د پکتیا امنیه قوماندان وايي فساد ضد مبارزه او اصلاحات راته لومړیتوب لري.

د پکتیا امنیه قوماندان سمونوال عثمان جانباز وایي، چې د ولسوالیو ټول هغه قوماندانان به له دندو ګوښه کړي چې په واسطه او یا هم د اشخاصو له لوري معرفي شوي دي.

امنیه قوماندان وایي، چې د پولیسو لیکو کې یې هم ارزونه پیل کړې ګمارنې د وړتیا پر بنسټ کوي او د زورواکو او ځانګړو کړیو ِغوښتنو ته به سر ټیټ نه کړي او ژمن دی چې د نورو اصلاحاتو تر څنګ به د فساد مخه نیسي.

امنیه قوماندان همدا راز وایي ، چې د ګردیز امنیتي کمربند سیمو او هغه ولسوالیو کې عملیات پیلوي چې د وسله والو فعالیتونه په کې د پخوا په پرتله زیات شوي دي .

د پکتیا امنیه قوماندان چې څو ورځې یې د دندې له پیله تیریږي وایي ، چې د ولسوالیو ټول هغه قوماندانان به له دندو ګوښه کړي چې د واسطې ، پیسو او یا هم د اشخاصو او کړیو په زور معرفي شوي وي .

امنیه قوماندان سمونوال عثمان جانباز زیاتوي چې د پولیسو لیکو کې ارزونه پیل کړې د فساد د مخنیوي تر څنګ به ګمارنې د وړتیا پر بنسټ کوي او دې برخه کې به د زورواکو ، او اشخاصو غوښتنې ونه مني .

د مرکز ګردیز ، زرمت ، اریوب ځاځیو لجه منګل او احمدابا ولسوالۍ او د لویو لارو د امنیت په اړه خلک اندیښنه لري .

خو امنیه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز وایي ، چې د ګریز ښار امنیتي کمربند ته څیرمه سیمو او یو شمیر ولسوالیو کې نږدې ورځو کې چاڼیز عملیات پیلوي او خلک دې د امنیت په اړه اندیښنه نه کوي .

پکتیا کې تر ډیره د پر پولیسو نیوکې دي چې له بار وړونکو ناقانونه پیسې اخلي خو امنیه قوماندان محمد عثمان جانباز وایي ، چې نور به پولیس د دې فرصت ونه لري چې ناقانونه پیسې واخلي او خلک وځوروي . 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist