Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته معلومات ورکړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/23

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد امریکايي سناتورانو ته له طالبانو سره د خبرو په تړاو معلومات ورکړي دي.

خلیلزاد تیره ورځ د امریکا سنا جرګې ته وربلل شوی و او هغه په قطر کې له طالبانو او د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره د خبرو او لیدنې جزییات او مالومات د بندو دروازو ترشاه وړاندې کړي.

امریکايي سناتور تاد یانګ په غونډه کې د افغان سولې په تړاو له خلیلزاد وضاحت غوښتی.

تاد ویلي، موږ باید د دغه موضوعاتو په تړاو سنا مجلس کې هم پوه شو، موږ نور نشو کولای چې دغه موضوعات یوازې اجراییوي برخې ته پرېږدو.

بل امریکایي سناتور جېم ریسچ ویلي، باور لري چې خلیلزاد به د سولې خبرو کې پرمختګ کړی وي، خو لا هم معلومه نه ده چې څومره پرمختګ یې کړی او ایا پای ته یې رسولی شي؟

زلمي خلیلزاد په تېرو اوو میاشتو کې شپږ ځله په قطر کې له طالب استازو سره ناستې او خبرې کړي.

ویل کېږي، د طالبانو او امریکا ترمنځ په دغه خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو په افغانستان کې یې د جګړې پر ډګر اغېز نه ده کړې او لا هم نښتې روانې دي.

امریکا بیا وايي، خبرې مهم پړاو ته رسېدلې او د لا ډېر پرمختګ لپاره لا ډېرو بحثونو ته اړتیا ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist