د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیره سوشما سواراج وايي، هېواد یې افغانستان کې د هغه سولې ملاتړ کوي چې دغه هېواد با ثباته کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هند په افغانستان کې د یو داسې سولې ملاتړ کوي چې افغانستان باثباته کړي، سوله ټینګه
شي او بشري حقونه مراعات شي.
سواراج چې د قرغزستان په بشکک ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ته وینا کوله ویلي، په ۲۰۱۷ م کال کې هند د افغانستان کندهار او کابل ولایتونو سره هوايي دهلیزونه پرانیستي دي.