د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د تاجکستان له ولسمشر سره تر لیدو وروسته رسنیو ته ویلي چې له کلونو جګړې وروسته اوس په افغانستان کې د سولې امکانات زیات شوي دي.
وانګ يي همدا راز پر افغان ښکېلو خواوو غږ کړی چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
وانګ يي ویلي چې تاجکستان او چین خپل دریځونه همغږي کړي چې څرنګه کېدای شي د افغانستان د بیا رغونې او پخلاینې په برخو کې مرسته وکړي.
يي هیله ښودلې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو هوکړه به وکولی شي د سولې بهیر په برخه کې رغونکي و اوسي.
دغه لوړپوړي چینايي چارواکي ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او د افغان سولې بهیر په برخه کې یې د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړی دی.