افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي (کای ایډه) افغانانو ته د پیغور په ژبه ویلي، چې ټول کارونه یې جنجالي او له ناندریو ډک دي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ایډه افغانانو ته د پېغور په توګه ویلي، د افغانستان په هره برخه کې ستونزې او جنجالونه دي.
کای ایډه پر خپل ټویټر لیکلي، د خواشینۍ ځای دی چې له کابل څخه داسې خبرونه اوري چې د سولې د پروسې په اړه جنجالونه دي، د تېرو او راتلونکو ټاکنو په اړه جنجالونه دي او په ملي شورا کې هم جنجالونه دي.
کای ایډه لیکلي، څه وخت به هغه ورځ راشي چې ټول افغانان سره متحد او د افغان سولې پروسه پر مخ یوسي؟.
کای ایډه افغانانو ته دغه پېغور داسې مهال ورکوي چې تازه د ولسي جرګې د رییس پر سر په ملي شورا کې ناندرۍ رامنځته شوې او خبره تر فزیکي او لفظي شخړو رسېدلې ده.