• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو شمېر زورواکي چې به بند محکوم دي، ازاد ګرځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/20

په افغانستان کې د زر او زور خاوندان له قانون تېښته کوي او ازاد ګرځي.

کابل او ولایتونو کې ځينې د زور او زر خاوندان محاکمو په بند محکوم کړي، خو ازاد ګرځي.

زمری پيکان، اصف مومند، داعی الحق عابد، یوسف نورستاني او ضیا یفتلي هغه کسان دي چې د بند په سزا محکوم شوي، خو نیول شوي نه دي.

کورنیو چارو وزارت ته د دې کسانو د نیولو امر ورغلی، خو نه دي توانیدلي چې و یې نیسي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په اسنادو او شواهدو ځينې چارواکي محاکمه کړي، د بند سزا یې ورته اورولې، خو دا چې قوي ملاتړي لري، پولیس نه دي توانیدلي چې زندان ته یې واچوي.

ضیا یفتلي چې اوس د ولسي جرګې غړی دی، دفاع وزارت کې یې د اوه نورو کسانو سره ۱۷ میلیونه افغانۍ فساد کړی و، په شپږ میاشتي بند محکوم شوی، خو ازاد ګرځي.

زمری پيکان چې د عامه نظم د ساتنې پولیسو مشر و، د فساد په تور په بند محکوم شوی، خو زندان ته نه دی تللی.

یوسف نورستانی چې اوس د مشرانو جرګې غړی دی، هرات کې یې د ولایت پرمهال فساد کړی و، څو ورځې وړاندې به بند محکوم شو، خو نه دی بندي شوی.

اصف مومند چې د بلخ د ولایتي شورا غړی و، د فساد په تور محاکمې ورته د بند سزا اورولې، خو ازاد ګرځي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد چې د فساد په تور په بند محکوم شوی، تراوسه زندان ته نه دی اچول شوی.

د فساد پروړاندې عدلي او قضایي مرکز ته د لوی څارنوالۍ له لوري اته سوه دوسیې ورغلي چې دوه سوه یې څېړل شوي او نورې چې دې مرکز پورې نه اړوند کیدلې، بیرته ستنې شوي دي.

لوی څارنوالۍ دغه راز د ولسي جرګې د فعال غړي میرزا کټوازي دوسیه هم بشپړه کړې او محکمې ته یې لیږلې چې تراوسه پرې پریکړه نه ده شوې.

دا چې پولیس ولې نه دي توانیدلي، د محکمې له لوري پيژندل شوي مجرمین ونیسي، کورنیو چارو وزارت یې د کابل پولیسو کار یادوي او د کابل پولیس حاضر نه دي په دې تړاو مالومات ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې
افغانستان

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي
افغانستان

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نږدې کېدو په حال کې دي

مې 16, 2025

وروستي خبرونه

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist