• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما د حکومت له اصلاحاتو هر کلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/20

یوناما د جګپوړو چارواکو په غیابانه محکمې خواشینې ښودلې.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا يوناما وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کېدو برخه کې د پراختيا رامنځته کول پرلپسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري. 

د يوناما دفتر وايي، د اداري فساد پر وړاندې ريښتينې مبارزه د افغانستان د هر اړخيز وضعيت د ښه والي په موخه یوه اساسي اړتیا ده او په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ هر کلی کوي.

کابل کې  د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يا يوناما د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې کلنی راپور خپور کړ، چې د حکومت لخوا د هڅو د ستايلو ترڅنګ يې د ملاتړ ژمنه هم وکړه.

يوناما وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې ځکه د افغان حکومت ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د کنوانسيون په چوکاټ کې خپل مسووليتونه په ښه توګه پلي کړي.

کابل کې د يوناما دفتر د قانون د حاکميت برخې مشرې رومانا شوایګر داسې ویلي ((ملګري ملتونه سږکال او تیرکال د افغان حکومت لخوا د یو لړ بسنټیزو اصلاحي ګامونو د پورته کیدو هرکلی کوي . موږ افغان حکومت د نورو اصلاحاتو رامنځته کولو ته هڅوو. راتلونکې ټاکنې د ترلاسه شویو تجربو د عملي کولو له اړخه یوه ازموینه ده)) 

 يوناما افغانستان کې له ټولو ادارو او ټولنو وغوښتل، چې په هره برخه کې هڅې وکړي، چې ريښتينولۍ، روڼتيا او د حساب ورکولو لړۍ پراخه شي.

رومانا شوایګر ویلي (( تر هر څه مهمه دا ده، چې فساد داسې کړۍ رامنځته کوي، چې د سولې حرکتونه له ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې ، چې د افغانستان راتلونکې پر خبرو اترو ولاړه حل لاره باید د روڼوالي او عدالت پر بنسټ وي.))

يو ناما په دې راپور کې په ځانګړې توګه کومې اداره کې د اصلاحاتو خبره نه ده کړې خو وايي، چې تمرکز يې په عدلي او قضايي ارګانونو کې دی. دغې ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې افغانستان کې شل سلنه د لوړ پوړو چارواکو محکمې په غيبانه توګه ترسره شوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025
کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې
افغانستان

کابل او نوي ډيلي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتيا هيله ښودلې

مې 17, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist