Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي امنیت شورا د هلمند د وروستۍ پېښې څېړنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/18

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د هلمند د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی او د پایلو شریکولو ژمنه یې کړې ده .

ملي امنیت شورا د هلمند د هغې پېښې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکلی چې افغان پولیس هوایي برید کې وژل شوي او ټپيان دي.

د جمعې په شپه له طالبانو سره د نښتې پرمهال بهرنیو ځواکونو هوایي برید کړی چې افغان سرتېري پکې په نښه شوي دي.

لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د ناسمې همغږۍ له امله شوی دی.

په دغه پېښه کې د کندهار ـ هلمند د لویې لارې ساتنې کندک د قومندان په ګډون ۱۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

دغه تازه برید خلک په غصه کړي او آن د غچ اخېستلو ګواښ کوي، خو د ملي امنیت شورا ددې پيښې د څېړنې لپاره یو با صلاحیته پلاوی ټاکلی او ژمنه یې کړې، چې پاېلې به یې ولس سره شریکې کړي.

د هلمند ولایتي شورا هم پر ولایتي چارواکي نیوکه کوي چې د شپینو عملیاتو او هوایي بریدونو پر مهال له بهرنیو ځواکونو سره همغږي نلري.

د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان له نړیوالو د دغه برید کونکو د محاکمې کولو غوښتنه کوي.

د هلمند لوړ پوړي چارواکي په دې تړاو خبرو ته نه حاضرېږي خو د قوماندانۍ د پولیسو مطبوعاتو مسوول د وژل شوو شمېر ۹ او ټپيان ۱۵ یادوي.

خو محمد زمان همدرد په دې تړاو ډېر جزیات ورنه کړل چې ولې پر افغان سرتیرو برید شوی دی.

څو میاشتې وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې هم د هوایي برید پر مهال ۱۸ افغان سرتیري ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د یادې پېښې د څېړلو او له خلکو سره یې د پایلو شریکولو ژمنه کړې ده .

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist