د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان کې د روانې جګړې سياسي حل، د امريکا لومړيتوب دى، خو ورسره د ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید چمتووالی ونیول شي.
زلمي خليلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، د افغان ولسمشريزو ټاکنو لپاره باید چمتوالي ونیول شي.
خليلزاد ويلي، افغانان تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتيا لري او په وینا یې د سولې لپاره لېوالتيا د دې مانع نه ګرځي چې افغانان باوري ټاکنو ته د چمتوالي غوښتنه وکړي.
د هغه په خبره، له دې سره همهاله چې امریکا د سولې لپاره هلې ځلې کوي، ټاکنو ته هم بايد چمتووالى ونیول شي.
تر دې دمخه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې الېس وېلز هم افغانستان ته راغلې وه او له افغان حکومتي مشرانو اپه ګډون یې د ټاکنو کمېسیون له مسؤلینو سره وکتل او پر ولسمشریزو ټاکنو یې ټینګار درلود.