Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه وځنډېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/16

د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه وځنډېده.

راتلونو ټاکنو ته په ټاکلې نېټه د رای ورکوونکو تقویتي نوم لیکنه و نه شوه.

د زماني مهالویش مطابق د ثور شپږویشتمه د نوم لیکنې لپاره ټاکل شوې وه، خو د کمېسیون د نه چمتوالي له امله دا پروسه نامالوم وخت ته وځنډیده.

بل خوا د امریکا سفارت ټینګار کړی چې ټاکنو کمېسیون دې ولسمشریزو ټاکنو عملي پروسې ته لاړ شي خو په ټاکنو د څار بنسټونه په ټاکلې نېټه ټاکنې ناشونې بولي.

د راتلونکو ټاکنو لپاره د ثور ۲۶مه په زماني مهالویش کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې نېټه ټاکل شوې وه خو کمېسیون ونه توانېد چې نوم لیکنه پیل کړي.

د تقویتي نوم لیکنې د ځنډ د لاملونو په بیانولو ټاکنو کمېسیون خپل ویاندویان له رسنیو سره له خبرو بند کړي.

له اوږده انتظار وروسته هم د کمېسیون رهبرۍ د نوم لیکنې په ځنډ خبرې ونه کړې.

په ټاکنو د څار بنسټونو ته هم کمېسیون د نوم لیکنې د ځنډ لاملونه نه دي ویلي، دا کار د څار بنسټونو د کمېسیون بې کفایتي بولي چې په ټاکلې نېټه یې نوم لیکنه ونه کړه.

بل خوا کابل کې د امریکا سفارت په ټاکنو کمېسیون غږ کړی چې راتلونکو ټاکنو عملي پروسې ته داخل شي او چمتوالی ورته ونیسي.

کابل کې د امریکا سفارت داسې ویلي (( ټاکنو کمېسیون دې پر ولسمشریزو ټاکنو تمرکز وکړي، امریکا په افغانستان کې له رڼو ټاکنو ملاتړ کوي، او ټاکنو کمېسیون دې د راتلونکو ټاکنو لپاره عملي لارې وکاروي)).

بل خوا بیا ټاکنو کمېسیون بایومتریک نوم لیکنې ته هم چمتو نه ښکاري او د کمېسیون اوسنیو ظرفیتونو ته په کتو په ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې د میزان په ۶مه به ولسمشریزې ټاکنې ونه شي.

ټاکنو کمېسیون د ټاکنو نوي قانون په اساس مکلف دی چې بایومتریک نوم لیکنه وکړي خو دا چې وخت کم ښکاري، ممکن قلمي نوم لکینه وشي.  د نوم لیکنې لپآره په زماني مهالویش کې د ثور له ۲۶مې د جوزا تر ۲۴مې وخت ټاکل شوی، خو اوس به دا نېټه تغیر کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist