د امریکا جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ سناتورانو غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته دې د امریکا ویزې ورکړل شي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او اوس په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.
امریکايي سناتورانو غوښتنه کړې چې څلور زره اس ای وي ویزې ( د مهاجرات ځانګړې ویزې) دې افغان کارکوونکو ته ورکړل شي.
سناتورانو همداراز غوښتنه کړې چې د هغو افغانان کارکوونکو ستونزو ته باید رسیدګي وشي چې اوسمهال افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي.
تر دې دمخه امریکايي رسنیو خبر ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ د افغان کارکوونکو کابو شپیته سلنه ویزې لغوې کړي دي.
په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۶۵۰ ویزې او په ۲۰۱۷ م کال کې بیا ۴۰۰۰ ویزې افغان کارکوونکو ته ورکړل شوې وې.
افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ مېلر هم د دغه وړاندیز ملاتړ کړی او ویلي یې دي که دغه وړاندیز رد شي نو دا معنا لري چې امریکا د افغانانو قربانيو ته اهمیت نه ورکوي.