• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حیات: د کندهار د پوهنې بهیر په بد حالت کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/15

والي حیات الله حیات د کندهار د پوهنې بهیر په بد وضعیت اندېښنه وښوده.

د کندهار والي وايي، د دغه ولایت د پوهنې بهیر تر بل هر وخت په بد حالت کې دی.

د کندهار ولایتي چارواکو د يوې پراخې غونډې پر مهال د دې ولایت د پوهنې د بهير د اصلاح په موخه د کندهار له مدني فعالانو، پخوانيو ښوونکو، د پوهنتونونو د استادانو، قومي مشرانو، مېرمنو او ځوانانو سره  د دې ولایت د پوهني د بهير پر ستونزو بحث وکړ.

د کندهار والي ناستي ته په خبرو کې

حیات الله حیات وویل د کندهار د پوهنې بهير له داخلي او باندنيو ستونزو سره مخ دی.

د والي په خبره، په داخل کې د مديريت ضعف او له بهره بيا په دغه بهير کې د ځيني کسانو لاسوهنې د کندهار ښوونیز  بهیر اغيزمن کړی، خو ولایتي ادارې يې د اصلاح لپاره تازه هڅې پیل کړې دي.

وویل، چې د کندهار د پوهني بهير له داخلي پلوه له مديريتي او تخنيکي ستونزو او له بهره بيا د لاسوهنو، د خلګو د نه همکارۍ، کم پوهاوي او یو لړ امنیتي ننګونو سره مخ دی، چې دې کار دې ولایت کې د پوهني پر بهير منفي اغيز کړی.

والي وایي د کندهار له اوسېدونکو سره تر مشورو وروسته به د پوهنې رياست د اصلاح لپاره يوه هر اړخېزه تګلاره جوړوي.

د کندهار اوسېدونکي هم د پوهنې اوسنی بهیر د فساد او نورو ستونزو څخه ډک بولي او د کندهار په پوهنې ریاست کې د ستونزو د اساسي حل غوښتونکي دي.

کندهار په خپل تشکېل کې ټول ۵۸۶ بابه ښوونځي لري، چې له  ډلې يې ۴۷۶ بابه فعال او سل نور د زده کوونکو پر مخ د بېلا-بيلو لاملونو له وجي تړلي دي.

په فعالو ښوونځیو کې (درې-لکه-دېرش زره) زده کوونکي دا مهال په زده کړو بوخت دي، چې اکثره یې د کتاب له نشت او سالم درسي چاپيريال د نه موجوديت له ستونزو څخه کړيږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي
افغانستان

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې
افغانستان

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
افغانستان

یوشیاویونګ: چین پر نړیواله کچه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

مې 12, 2025
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي
افغانستان

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

مې 12, 2025
ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

ملا برادر: د مس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل شي

مې 12, 2025
د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ سوداګريزه ناسته کې پر ګڼو اقتصادي مسايلو بحثونه شوي

مې 12, 2025
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: استخبارات مکلف دي چې د نظام پر وړاندې هر ډول تخريبي  پلانونو شنډ کړي

مې 12, 2025
چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

چارواکي: هېواد کې نږدې ۴ میلیونه جرېبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې

مې 12, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist