د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره لیدلي او ورڅخه یې غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې د سولې لپاره باید دواړه هېوادونه همکاري زیاته کړي.
ټاس خبري اژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.
پوتین ویلي چې د افغانستان وضعیت حساس دی او د امریکا او روسیې ترمنځ په دې برخه کې نږدې همکاري کولی شي دغه هېواد ته سوله او ثبات راولي.
پوتین د سولې خبرې مهمې بللې دي او وایي طالبان په افغانستان کې پیاوړي شوي دي نو ددې اړتیا ده چې هلته روانه ستونزه حل کړل شي.
دواړو لورو د افغانستان په برخه کې د همکاریو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار کړی دی. پوتین او مایک پمپیو همدا راز د ایران، وینزویلا، سوریې، اوکراین او شمالي کوریا په اړه هم خبرې کړې دي.