د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د روژې په میاشت کې د شخړو د زیاتیدو له کبله د ملکي تلفاتو په تړاو اندېښمنه ده.
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما له لوري نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې طالبان په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي.
یوناما کابل کې د کاونټر پارټ په نوم موسسې برید ته اشاره کړې چې په لیکنه شپږ ملکي وګړي په کې ووژل شول او اته ویشت نور ټپیان شول.
دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي ، له توپیر پرته په قصدي ډول پرملکي کسانو برید په هیڅ ډول توجیې وړ نه دی
د یوناما په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دوی به فرا او نیمروز کې د هغو بریدونو په تړاو هم څیړنې وکړي چې ویل کیږي ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.